Pasar al contenido

Encuentre alimentos cerca de su casa

له SNAP Double Up Food Bucks سره له تازه او په اوریګان کې کرل شوو محصولاتو څخه خوند واخلئ (Pashto/PS)

ایا پوهېدئ چې دوه چنده تازه او ځايي کرل شوې تازه مېوې او سبزیانې – کورنۍ ته مو له اضافي لګښتونو پرته کور ته وړلی شئ؟

کله چې خپل Oregon Trail EBT کارت(چې “SNAP” یا“د خوړو سټمپ” هم ورته وايي) د بزګرانو د ګډون په بازار او د خوړو پلورنځیو کې کاروئ، نو SNAP Double Up Food Bucks پروګرام هر یو ډالر دوه چنده کوي چې تاسو یې لګوئ. دغه پروګرام په ټول اوریګان کې په ډېرو موقعیتونو کې فعال دی چې د شخصي مالکلیت داسې پلورنځي پکې شامل دي چې له فرهنګي اړخه اشنا او دودیز خواړه وړاندیز کوي. د فارم کلنۍ برخه (CSA) غړیتوب کې د یوه لوی تخفیف لپاره Double Up هم کارولی شئ.

دغه سرچینه د اوریګان اوسېدونکو لپاره دSNAP Double Up Food Bucks پر امتیازاتو تمرکز کوي. دغه راز کولی شئ د واشګنټن یا ایداهو په دغو موقعیتونو کې د Oregon SNAP EBT امتیازات وکاروئ.

راځئ له دې ځایه یې پیل کړو!

Volunteer: Sign Up

Double Up Food Bucks ته څنګه لاسرسی پیدا کړم؟

که له SNAP سره اشنا وئ او غواړئ چې د Double Up په هکله لا زیات پوه شئ، کولی شئ لا زیات دلته پوه شئ:

څنګه کار کوي

Find Support: Network

Double Up Food Bucks چېرته کارولی شم؟

که د داسې ځايي پلورنځیو او د بزګرانو بازارونو په لټه کې یاست چې Double Up مني، لاندې د لټون وړ نقشه مرسته کولی شي:

نږدې موقعیتونه ولټوئ

Find Support: Free Food

ایا د SNAP امتیازاتو لپاره وړ یم؟

که ډاډه نه وئ چې ایا د امتیازاتو لپاره وړ یاست که نه، په لاندې ډول یوه ګټوره وسیله ده چې د خپل پر شرایطو برابروالي لپاره یې کارولی شئ:

پر شرایطو برابروالی وګورئ

که د SNAP Double Up Food Bucks په اړه یا په دې هکله لا زیاتې پوښتنې لرئ چې پروګرام مو له کورنۍ سره څنګه مرسته کولی شي، نو لوستلو ته دوام ورکړئ!

څنګه کار کوي

د بزګرانو په بازار کې Double Up Food Bucks

د Double Up ټوکنونه یا کوپنونه د دې لپاره وکاروئ چې تر 20$ پورې د ډالر پر ډالر سمون ترلاسه کړئ ترڅو یې پر تازه مېوو، سبزیو یا د سبزیو پر زړو/تخمونو ولګوئ.

لا زیات پوه شئ

د خوراکي توکو په پلورنځیو کې Double Up Food Bucks

د خوراکي توکو د ګډون کولو په پلورنځي کې کارکوونکو له غړي پوښتنه وکړئ ترڅو پوه شئ چې په همغه موقعیت کې Double Up څنګه وکاروئ. تاسو کولی شئ د خوراکي توکو په پلورنځي کې د کوپن، پلورنځي کارت یا اوتومات تخفیف له لارې Double Up ترلاسه کړئ.

لا زیات پوه شئ

ستاسو د بزګر برخه/CSA کې Double Up Food Bucks

تر یوې لنډې فورمې ډکولو وروسته کېدی شي Double Up Food Bucks په اتومات ستاسو د محصول پر فرمایش، د Oregon Trail Card د SNAP د خوړو امتیازاتو په کارولو سره عملي شي.

لا زیات پوه شئ

تکراري پوښتنې

SNAP Double Up Food Bucks څه شی دي؟

Oregon Double Up Food Bucks چې د خوړو عادلانه شبکې ملي ماډل څخه اقتباس شوی دی، د اوریګان کم عاید لرونکو اوسېدونکو لپاره دا اسانه کوي چې ډېرې تازه مېوې او سبزۍ وخوري، په داسې حال کې چې د کورنۍ بزګرانو او ځای اقتصادونو ملاتړ کوي. Double Up د اوریګان پر ایالتي کچه لومړۍ طرحه ده چې پېردونکو لپاره داسې ډیزاین شوې چې اسانه وي. پروګرام د تکمیلي تغذیوي مرستې پروګرام (ځینې وختونه“SNAP” یا “د خوړو سټمپ” هم ورته وايي) د امتیازاتو ارزښت د بزګرانو د ګډون په بازارونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او CSA (د ټولنې تر ملاتړ لاندې کرنه) فارمونو کې دوه چنده کوي ترڅو پېردونکي لا زیات تازه محصولات کور ته یوړلی شي. Double Up اوسمهال په ټول ایالت کې د بزګرو بازار تر 85 ډېرو موقعیتونو، 35 د خوراکي توکو پلورنځیو او د CSA تر 40 ډېرو فارمونو کې وړاندیز کېږي چې هر کال په پروګرام کې نوي موقعیتونه هم شاملېږي.

Double Up له SNAP سره څنګه تړاو لري؟

تکمیلي تغذیوي مرستې پروګرام (SNAP) د عایداتو پېرود لپاره د حکومت لخوا تمویل شوی پروګرام دی کله چې عاید ټیټ وي. امتیازات پر هغه څه لوډ کېږي SNAP EBT کارت ورته ویل کیږي، ځینې "Oregon Trail Card" هم ورته وايي. یاد کارت د ډیبیټ کارت په څېر عمل کوي، خو پیسې یوازې پر خوراکي توکو محصولاتو باندې مصرف کیدی شي.

د هر کس EBT کارت د خپل شخصي عاید او د کورنۍ وضعیت پر اساس د پیسو مختلفه اندازه لري چې د یوه مجرد کس کورنۍ لپاره تر 234$ یا $782 پورې د یوې څلور کسیزې کورنۍ پورې پیسې لري. تاسو به جزیات ترلاسه کړئ کله چې مو غوښتنلیک تایید شي. تاسو هره میاشت په SNAP پروګرام کې نوم‌لیکنه کوئ، دغه پیسې به ستاسو په کارت کې اضافه شي او د خوړو پیرود لپاره به وکارول شي. هر ډول ناکارول شوي تمویلونه تر هغه نیټې وروسته تر یوه کال پورې شته دي چې ستاسو کارت ته پرې اضافه شوي دي.

سربېره پر دې د خوراکي توکو ډېری پلورنځي او بزګران د SNAP ترلاسه کوونکو لپاره د Double Up Food Bucks پروګرام کې برخه اخلي چې د ځايي کرل شوو تازه مېوو او سبزیو پر لور تر $20 پورې سمون لري. کله چې د SNAP کارت لرونکي تازه مېوې او سبزیجات د ګډون په پلورنځیو، د بزګرانو بازارونو او د خوړو هغه کو-اوپس کې پېرود کوي چې دوی یې په Double Up کې 1$ کې ترلاسه کوي، چې دوی یې مصرفوي. د ګډون پلورنځیو د نقشې لپاره دلته کلېک وکړئ چې په زیپ کوډ سره یې لټون کېدی شي.

د SNAP Double Up Food Bucks امتیازات د څه شي لپاره کارولی شم؟

د خوراکي توکو په پلورنځیو کې Double Up د لاندې شیانو د پېرلو لپاره کارول کېدی شي:

  • تازه مېوې او سبزیانې
  • تازه بوټي
  • مرخېړي
  • سبزۍ، بوټي یا د تازه مېوو د بوټو پیوند
  • سبزۍ، بوټي یا د تازه مېوو د بوټو تخمونه

Double Up د بزګرانو په بازار کې د لاندې شیانو لپاره کارول کېدی شي:

  • تازه مېوې او سبزیانې
  • تازه بوټي
  • یخ وهلي او وچې شوې تازه مېوې او سبزۍ
  • مرخېړي
  • لوبیا
  • سبزۍ، بوټي یا د تازه مېوو د بوټو پیوند
  • سبزۍ، بوټي یا د تازه مېوو د بوټو تخمونه

Double Up د لاندې شیانو لپاره کارول کېدی شي:

  • د تازه مېوو یا سبزیو هر ډول محصولات چې مالګه، بور، شحم یا غوړ پکې اضافه شوي وي.
  • لکه کنسرت شوې میوې یا سبزۍ، د سلاد بسته بندۍ شوي کېټونه له پوښوونکو موادو سره، له اضافه شوې بورې یا جوس سره د تازه مېوو د ټوټو جوسو یا عادي جوس

که تاسو تر هغه څه ورهاخوا چې SNAP Double Up یې چمتو کوي، د خوړو مرستې ته اړتیا لرئ، زموږ د FoodFinder وسیله تر ټولو ښه وسیله ده چې پیل پرې وشي. د Oregon Food Bank د وړیا خوړو بازارونو شبکه، خوړو انبارونه او د خوړو سایټونه هغو سرچینو ته لاسرسی ډاډمنوي چې SNAP یې نه پوښي.

څوک د SNAP Double Up Food Bucks امتیازاتو پر شرایطو برابر دي؟

Double Up Food Bucks د ټولو SNAP کاروونکو لپاره دې ته له پام پرته شته دي چې ستاسو کارت له کوم ځای څخه دی. د مثال په توګه د واشنګټن SNAP کارت لرونکي پېرودونکي کولی شي په اوریګان کې د Double Up امتیازات یا د بزګرانو په بازار کې وکاروي. دلته د Double Up Food Bucks په اړه نور معلومات زده کړئ.

په یاد ساتئ چې د SNAP اصلي تمویلونو هغه اندازه چې تاسو یې ترلاسه کوئ، ستاسو د عاید او په کورنۍ کې مو د خلکو شمیر پر اساس ده - هغه خلک چې تاسو ورسره د خوړو ګډ پیرود کوئ. خو هر هغه څوک د هغه ځای پر اساس د Double Up د اعظمي سمون پر شرایطو برابر دی چې تاسو پکې پیرود کوئ. د SNAP پر شرایطو برابروالي په هکله لارښوونو په اړه د اضافي معلوماتو لپاره زموږ د سرچینې پاڼه وګورئ.

Double Up Food Bucks تمویل څنګه کېږي او چلول کیږي؟

Double Up Food Bucks د Oregon Food Bank، د بزګرانو بازار تمویل، پاسفک شمال لویدیز CSA ایتلاف او اوریګان بزګرانو بازار ټولنې تر منځ د ملګرتیا له لارې ممکن شوی. موږ په ګډه موږ په ټول ایالت کې د بزګرانو بازار تر 85 زیاتو موقعیتونو، 35 د خوراکي توکو پلورنځیو او تر 40 زیاتو فارمونو کې د Double Up ملاتړ کوو.

زموږ انفرادي، د بنسټ او ټولنې سپانسرانو اجازه راکړې ده چې د ایالت پز کچه پرمختللی سازمان شو چې د ټولنې زرګونو کم عاید لرونکو غړو ته د ځایی بزګرانو او خوراکي توکو تولیدونکو څخه مغذي خواړه وړاندې کوي. Double Up د ګس شوماکر تغذیوي طرحې د مرستې پروګرام شمیرې 2020-70030-33183 / 1024374 او 2022-70415-38570 / 1029309 لخوا تر ملاتړ لاندې دی چې د USDA ملي د خوړو او کرنې انسټیټیوټ څخه دي - او همدارنګه د ګس شوماکر د تغذیوي طرحې پروګرام د کوویډ ریلیف او غبرګون مرستې پروګرام شمیره 2021-70034-35369 / 1027071 لخوا هم.

څنګه د خوراکي توکو په پلورنځیو کې Double Up Food Bucks وکاروم؟

کولی شئ په ټول ایالت کې د ګډون خوراکي توکو پلورنځیو څخه د وړ توکو پیرودلو پرمهال د Double Up ډالر وکاروئ. یوازې خپل د SNAP EBT کارت د ګډون خوراکي توکو پلورنځي ته له ځان سره راوړئ او د خپلې خوښې تازه میوو او سبزیجاتو پیرود وکړئ. د SNAP په هر $1 مصرف سره به تاسو د Double Up Food Bucks $1 ترلاسه کړئ ترڅو یې په نورو تازه میوو او سبزیجاتو مصرف کړئ، په هر معامله کې تر $20 پورې. د خوراکي توکو په پلورنځیو کې کولی شئ خپل Double Up د کوپن، پلورنځي کارت یا اتوماتیک تخفیف له لارې ترلاسه کړئ. د ګډون پلورنځي له خزانه‌دار یا کارکوونکو وغواړئ چې په کره توګه زده کړي چې څنګه په هغه ځای کې Double Up ترلاسه کړئ. د خوراکي توکو په پلورنځي کې د Double Up کارولو په اړه اضافي حزیات د Double Up Food Bucks ویبسایټ کې شته دي.

Double Up د بزګرانو په بازارونو کې څنګه کار کوي؟

کولی شئ د ایالت پر کچه د ګډون بزګرانو په بازارونو کې د وړ توکو پیرودلو پرمهال د Double Up ډالر وکاروئ. یوازې خپل SNAP EBT کارت د ګډون کوونکي بزګرانو بازار ته له ځان سره راوړئ او د پیرود تر پیلولو مخکې د معلوماتو غرفې ته مراجعه وکړئ. د هر $1 SNAP لپاره به چې تاسو یې مصرفوئ، تاسو به د Double Up Food Bucks د $1 ترلاسه کړئ ترڅو یې په نورو تازه میوو او سبزیجاتو مصرف کړئ، تر $20 پورې په هر معامله کې. لکه: که د SNAP امتیازاتو کې $20 مصرف کړئ، نو اضافي $20 په بهوړیا ډول ترلاسه کړئ چې تاسو یې د نورو محصولاتو پیرودلو لپاره کارولی شئ.

د بزګرانو په ډیری بازارونو کې د Double Up ټوکنونه / کوپنونه چې هر یو یې $ 2 ارزښت لري، نو د SNAP امتیازات سره د مساوي ډالرو اندازه اخیستل دا ډاډمنوي چې کولی شئ بشپړ سمون ترلاسه کړئ. لک که تاسو په خپل پیرود کې په SNAP کې $ 5 وکاروئ، نو په Double Up کې به یوازې $4 ترلاسه کړئ؛ خو که په SNAP کې $ 6 وغواړئ، نو په Double Up کې به بشپړ $ 6 ترلاسه کړئ.

د Double Up ورځني سمون ټولټال د بزګرانو د بازار موقعیت پر اساس توپیر لري. د ګډون خوراکي توکو پلورنځیو، د بزګرانو بازارونو او CSA ګانو بشپړ لیست وګورئ ترڅو د ورځني سمون حد په هغه ځای کې پیدا کړئ چې پیرود پکې کوئ. د بزګرانو په بازار کې د Double Up کارولو څرنګوالي په اړه اضافي حزیات د Double Up Food Bucks په وېبسایټ کې شته دي.

څنګه زما د ټولنې تر ملاتړ لاندې کرنې (CSA) پروګرام لپاره Double Up Food Bucks ترلاسه کولی شم؟

د CSA پروګرامونه د مجلې سبسکرېپشن په څیر دي، خو د خوړو لپاره! ستاسو بزګر به هره اونۍ ستاسو په ګاونډ کې مناسب ځایونو ته مختلف تازه او مغذي خواړه ورسوي. کله چې تاسو د خپل Oregon Trail Card له لارې د SNAP خوراکي امتیازاتو څخه د ګډون فارم څخه د CSA/فار برخې پیرودلو لپاره کار اخلئ، نو Double Up Food Bucks په اتومات ډول ستاسو پر اداینې عملي کیږي. ممکن یوه لنډه فورمه شته وي چې باید لاسلیک او بیرته یې ولیږئ، خو ټولیزه پروسه ساده او اسانه ده. د CSA لپاره د Double Up کارولو څرنګوالي په اړه اضافي جزیات د پاسفک شمال لویدیز CSA ټولنې لخوا شته دي.

ستاسو تجربه او وکالت مهم دی!

موږ د پریکړې په هر مرکز کې هغه خلک ساتو چې له لوږې سره مخ دي.

د Double Up Food Bucks په څېر پروګرامونه د دې ډاډمنولو لپاره خورا مهم دي چې موږ ټول صحي خواړو ته لاسرسی لرو. بیا هم د لسیزو تجربه را ته وایی چې یوازې د خوړو مرسته د ښه لپاره د لوږې د پای ته رسولو لپاره کافي نه ده. له همدې امله دومره زیار باسو چې هغه پالیسۍ او سیسټمونه بدل کړو چې زموږ په ټولنو کې د لوږې لامل کیږي. د عمل خبرتیاوو لپاره نوملیکنه وکړئ ترڅو پوه شئ چې څنګه کولی شئ د هغې په ریښو کې د لوږې له منځه وړلو لپاره په مبارزه کې برخه واخلئ.


د فدرالي مدني حقونو قانون او د متحده ایالاتو د کرنې وزارت (USDA) د مدني حقونو مقرراتو او پالیسیو له مخې دغه اداره د نژاد، رنګ، ملي اصل، جنس (د جنسیتي هویت او جنسي تمایل په ګډون)، مذهبي عقیده، معولیت، عمر، سیاسي باورونو یا د مدني حقونو د مخکینیو فعالیتونو لپاره د غچ اخیستنې یا غچ اخیستنې پر بنسټ له تبعیض منع دی.

کیدی شي د پروګرام اړوند معلومات له انګلیسي پرته په بله ژبه هم د لاسرسي وړ وګرځي. هغه معلول کسان چې د دې پروګرام د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د ارتباطاتو بدیلو لارو چارو ته اړتیا لري (لکه، بریل یا د ړندو لیک، لوی چاپ، غږیز ثبت، د امریکا اشاروي ژبه)، باید له هغې ادارې (آیالت یا سیمه ییزې) سره اړیکه ونیسي چې دوی هلته د ګټو لپاره غوښتنه ترسره کړې ده. هغه کسان چې کاڼه دي، په سختۍ اوري یا د خبرو کولو معلولیتونه لري، کولی شي په (800) 877-8339 شمیرې سره د فدرال ریلی خدمت له لارې له USDA سره اړیکه ونیسي.

د پروګرام د تبعیض شکایت ثبتولو لپاره باید شکایت کوونکی AD-3027 فورمه ډکه کړي، چې د USDA پروګرام تبعیض شکایت فورمه ده او آنلاین په https://www.usda.gov/sites/def... لینک کې یا د USDA له یوه دفتر څخه، (833) 620-1071 شمیرې ته په زنګ وهلو یا USDA ته د یو لیک په لیکلو سره ترلاسه کېدی شي. په لیک کې باید د شکایت کونکي نوم، پته، د ټلیفون شمیره، او د ادعا شوي تبعیض عمل لیکلي جزیات په کافي توضیحاتو کې شامل وي ترڅو د مدني حقونو لپاره د مدني حقونو معاون سکرتر (ASCR) ته د ادعا شوي مدني حقونو سرغړونې د نوعیت او نیټې په اړه خبر کړي. د AD-3027 بشپړ شوی فورمه یا لیک باید ورته وسپارل شي:

1. پست:
Food and Nutrition Service, USDA
1320 Braddock Place, Room 334
Alexandria, VA 22314; یا

2. فکس:
(
833) 256-1665 یا (202) 690-7442 یا

3. برېښنالیک:
FNSCIVILRIGHTSCOMPLAINTS@usda.gov
دا اداره د مساوي فرصتونو برابرونکې ده.

Publicaciones relacionadas

Noticias

Profitez davantage de produits frais cultivés dans l'Oregon grâce au programme SNAP Double Up Food Bucks (French)

Noticias

Ina kopwe fokkun pwapwaiti chomwongun, pwisin opwukun non Oregon ren noumw ewe SNAP Double Food Bucks (Chuukese)

Noticias

با SNAP Double Up Food Bucks از محصولات تازه بیشتر و رشد کرده در اوریگان لذت ببرید (Dari/PRS)

Email sign-up

Manténgase conectado

Regístrese para recibir correos electrónicos con actualizaciones, recursos y formas de participar.